د پکتیکا دکرنې رییس: ځنګلونه ملي شتمني ده، په غیر قانوني توګه د پرېکولو مخنیوی یې زموږ او ستاسو ګډو مسوولیت دی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۰:۵۷
د پکتیکا دکرنې رییس: ځنګلونه ملي شتمني ده، په غیر قانوني توګه د پرېکولو مخنیوی یې زموږ او ستاسو ګډو مسوولیت دی

۱۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي محمدزمان عمري ددې ولایت د برمل، سروبي، ګومل، چهار بران او زېړوک ولسوالیو له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په پار خبرې اترې وکړې. په غونډه کې د یادو ولسوالیو ولسوالانو، د استخباراتو او قومندانیو استازو او قومي مشرانو ګډون کړی و. د ولایت مقام استازي نورالله، د امنیه قوماندانۍ استازي فاروق، د استخباراتو استازي اسدالله، د قول اردو استازي مجاهد، د علماء شورا استازي جنت ګل، د اراضي امر مولوي تاج محمد زنداني او د کرنې د کمیټې نور غړي هم د غونډې برخه‌ وو.
په پرانیستونکې وینا کې، الحاج مولوي محمدزمان عمري د غونډې ټولو ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د افغانستان اسلامي امارت د قومونو یووالي ته د کار کولو ژمنه یې تازه کړه. نوموړي وویل، "ځنګلونه زموږ ملي شتمني ده او د دوی ساتنه د قومونو په کلک ملاتړ سره ممکنه ده." ده زیاته کړه چې د هېواد خپلواکۍ او امنیت سره، اوس وخت د دې دی چې په ګډه د خپل هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړو.
الحاج مولوي محمدزمان عمري د غیر قانوني ځنګل وهلو مخنیوی اړین وباله او له قومي مشرانو یې وغوښتل چې د ځنګلونو په ساتنه کې دې د افغانستان اسلامي امارت ټینګ ملاتړ وکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، "د ځنګلونو وهلو ډېر زیانونه دي، لکه د سیلابونو خطر او د ملي شتمنۍ له منځه تلل." هغه د ځنګلونو ګټې د پاکې هوا او نورو اقتصادي ګټو په توګه یادې کړې او خلکو ته یې د ځنګلونو د ساتنې اهمیت وښود.
د کرنې ریاست رییس وویل چې د کمیټې پرېکړه دا ده چې د ځنګل وهنې مخه په هره ممکنه توګه ونیسي او قومي مشران یې د دې مسؤلیت لومړۍ کرښه وګڼله. مولوي محمدزمان عمري زیاته کړه، "د ځنګلونو ساتنه یوازې د دولت مسؤلیت نه دی؛ ولس هم مکلف دی چې د ملي شتمنیو په ساتنه کې د دولت ملاتړ وکړي."
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې اسلامي امارت به د ځنګل وهلو د مخنیوي لپاره خلکو ته بدیلې لارې چارې ولټوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې ګامونه پورته کړي. هغه وویل چې د لرې پرتو سیمو اقتصادي ستونزې، په ځانګړي توګه د ځنګل وهلو د مخنیوي لپاره، حل کول اړین دي او اسلامي امارت به انشاءالله په دې برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي.
نوموړي وویل چې د ځنګل وهنې د مخنیوي لپاره د خلکو د ژوند د لومړنیو ستونزو حلول په کار دي او ډاډ یې څرګند کړ چې دا ستونزې به انشاءالله د افغانستان اسلامي امارت په وجود کې حلیږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران و رئیس ایرانی کمیسیون مشترک همکاری‌های اقتصادی افغانستان و. . .

بازگشت به خبرها