د ننګرهار دکرنې ریاست: مومندرې کې ۲۰۰ برګرانو سره دنږدې ۱.۵ میلیونه افغانیو نغدې مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۰:۵
د ننګرهار دکرنې ریاست: مومندرې کې ۲۰۰ برګرانو سره دنږدې ۱.۵ میلیونه افغانیو نغدې مرسته وشوه

۱۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې د مومندرې ولسوالی د ۲۰۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو تخمونو او کیمیاوی سرو اخېستلو لپاره نغدې مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د ماشومانو ساتنې دفتر په مومندرې ولسوالی کې بزګرانو سره د غنمواصلاح شویو تخمونو او  کیمیاوي سرو اخیستلو په موخه ۱.۵ میلیونه افغانیو نغدې مرسته وکړه.
ښاغلي محسن وویل، چې ددې پروسې په ترڅ کې هر بزګر  ته د ۷۵۰۰ افغانیو نغدې پیسې ورکړل شوه. نوموړې وویل، چې بزګرانو ته سپارښتنه وشوه؛ چې په یادو پیسو د غنمواصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې واخلي .
همدارنګه په راتلونکی کې دکرنیزو وسایلو لکه رمبې، لور، لاسي کراچۍ، پنجي، ښاخۍ، بیلچه، درمل شیندلو پمپ، درملو محافظتي جامې او سطل د اخیستلو لپاره هم دوی ته ۷۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږيي.
دماشومانو ساتنې دفتر د یاې پروژې مسؤل انجینر زبیح الله دولتزی وویل، چې د یادو مرستو موخه د کورنیو پر ځان بسیا کول، دخوړو خوندیتوب رامنځته کول او ماشومان له درنو کارونو څخه ساتل دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها