د فراه ولایت دکرنې ریاست او دهمدې ولایت د کرنې او وټرنرۍ انستیتوت ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو
۹ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دهمدې ولایت د کرنې او وټرنرۍ انستیتیوت سره د محصلینو د عملي کار په موخه د یو کلن علمي او عملي همکارۍ تړون لاسلیک کړ.د دغه تړون د لاسلیک پرمهال د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، الحاج مولوي شاه محمد حاجي سروري د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او د دي هوکړه لیک موخه یې د دواړو ادارو ترمنځ علمي او عملي همکاري و بلل.