روزګان کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۰:۳۲
روزګان کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د«او،اچ،ډبلیو» او «اې،ان،سي،سي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کې پر ۱۷  زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی، چې موخه یې د غنمو دحاصلاتو زیاتوالی، د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړول او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
د روزګان دکرنې رییس مولوی عطاءالله راشد وویل، چې د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره شوې ده.
په دغه پروسه کې هغه بزګران چې د ٢ څخه تر ٥ جریبه ځمکه ولري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د تخم او کیمیاوې سرې د پیرلو توانایي نلري مستحق پېژندل کېږي، تر سروې وروسته هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
ښاغلی راشد وویل، چې پر بزګرانو د غنمو د وېش لړۍ له چورې ولسوالی څخه پیل شوه، چې په دې ولسوالی کې پر درې زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
په همدې حال کې د یاددو مرستو په پیل غونډه کې د روزګان د اقتصاد رییس مولوي مولا داد حسن وویل، چې د کرنیزو محصولاتو ښه والی او د تولید کچه لوړېدل نه یوازې د بزګرانو لپاره مستقیمه ګټه لري بلکې د ټولنې په اقتصادي وده کې هم رغنده ونډه لري. د اصلاح شویو تخمونو کارول د کرنې په برخه کې یوه مهمه پرمختیایي کړنلاره ګڼل کېږي، چې د اوبو او کیمیاوي سرې سم مدیریت کول یې اړین دي.
د بشري خیریه مؤسسې ولایتي مسوول ووی،ل چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به بزګران وکولای شي، چې د خپلو فصلونو حاصل زیات کړي، په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې اقلیمي بدلونونه او وچکالي د کرنیزو فعالیتونو مخه نیسي.
د نوموړي په خبره د کرنیزو توکو د کیفیت لوړېدل به له دې سره مرسته وکړي، چې بزګران وکولای شي، چې خپل محصولات په لوړه بیه بازار ته وړاندې کړي.
بل لور کروندګر خوښ دي، چې د دا ډول مرستې ورسره کېږي، تر څو یې حاصلات ښه او کرنیز توکي یې پرمختګ وکړي.
د دغو مرستو موخه په دې ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۹
Background image

توزیع بزهای شیری همراه با خوراک در ولسوالی خانقاه ولایت جوزجان

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه اکتیـد، برای ۵۰ خانواده مستحق در ولسوالی خانقاه، بزهای شیری همراه با خوراک مورد نیاز توزیع کرد.
هر خانواده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

ایجاد ۳۰۰ باغ بادام و شفتالو در جریان کمپاین خزانی در ولایت کندز

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز اعلام کردند که در راستای تقویت تولیدات باغداری و بهبود وضعیت زندگی دهقانان، در جریان کمپاین خزانی، دفتر «داکار» با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۵
Background image

دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با معین وزارت صنعت و تجارت قرغیزستان 

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با معین وزارت صنعت و تجارت کشور قرغیزستان در کابل دیدار و گفت‌وگو. . .

بازگشت به خبرها