د لغمان قرغیو کې درې زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۰:۳
د لغمان قرغیو کې درې زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالی کې درې زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې. دا وېش د افغانستان د راتلونکو نسلونو مووسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ ترسره شو.
د مرستې د وېش پیل د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستارمحمد، د عدلیې رئیس مولوي عبدالستارحماس، د امنیې قوماندانۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن، د کرنیزو چارو امر انجینر بریالي همدرد، د (اف، جي، ای) مووسسې ولایتي مسوول نویدالله لطفي او د قرغیو ولسوالۍ د کرنیزو چارو مدیر انجینر ظابط امرخیل په لاسونو ترسره شو.
د کرنې رئیس مولوي عبدالستارمحمد وویل: چې دا مرسته د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ د قرغیو ولسوالۍ درې زره بزګرانو ته ورکول کېږي. هغه زیاته کړه چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره، او ۵۰ کیلو ګرامه توره سره ورکول کېږي. نوموړي د مووسسې او د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان له مسوولینو څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه مرستې دې زیاتې شي او نورو ولسوالیو ته دې هم وغځول شي، ځکه د لغمان اکثره خلک غریب دي او مرستو ته اړتیا لري.
مولوي عبدالستارمحمد بزګرانو ته د میکانیزه کرنې پر ګټو هم خبرې وکړې او هغوی یې د غنمو عصري کرنې ته وهڅول.
د لغمان ولایت د کرنې ریاست د نړۍوالو مووسسو په همکارۍ په کرنیزو برخو کې د اصلاح شویو تخمونو او سرې وېش لړۍ دوامداره ساتلې ده. دا مرستې د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د ولایت د اقتصادي حالت د ښه والي په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS