قرغیو ولسوالی ته د لغمان دکرنې رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۹:۳۳
قرغیو ولسوالی ته د لغمان دکرنې رییس سفر

۲۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې دطبیعي زېرمو امر انجینراصحاب الدین حلیمي او د وحشي ژویو د سروې مدیر انجنیر توریالی پیغام یې ملتیا کوله قرغیو ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې  دافغانستان دنابینایانو مؤسسې د اوبو رسولو پروژې له روانو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ دګنداب سیمې له ولسي مشرانو او د ځنګلاتي ټولنې غړو سره په داسې حال کې ناسته وکړه، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د جیف سیون پروژې ولایتي مسؤل انجینرمحمدیاسین نوري هم حضور درلود.
د لغمان دکرنې رییس دافغانستان دنابینایانو مؤسسې د اوبو رسولو پروژې څخه د څارنې په ترڅ کې ددې پروژې نیمګړتیاوې د نوموړې مؤسسې  څارونکي انجینر ته ور په ګوته کړي. په ورته مهال دکرنې رییس  د وکیل خان بڼ څخه هم لیدنه وکړه او د دغه بڼ مدیر ته یې سپارښتنه وکړه چې د بڼ نیالګیو اوبه کولو، دناروغیو او افاتومخنیوي او د سرو استعمال ته په وخت رسیدنه  وکړي.
د یادولو وړه ده چې دیادې پروژې له لارې د یاد بڼ دلا پراختیا په موخه پاتي پنځه اویا جریبه ځمکه کې دبادامو  نیالګي کرل شوي او دغه بڼ ته د وړه ګلې غرنۍ سیمې د چینو څخه دپایپونو له لارې اوبه انتقالیږي.
دغه راز د قومي مشرانو سره په تاسته کې،  یاسین نوري دجیف سیون پروژې ترسره شوو فعالیتونو په برخه کې وویل، چې په دغه سیمه کې یې دوه سوه هکتاره ځمکه  قرنطین کړې ترڅو دغه سیمه په مثمر او غیر مثمر بوټو باندې  زرغون  کړي ددې ترڅنګ وویل چې  دبادامو قورې، شنې خونې، داوبو څلور زیرمې جوړې کړي دي  او تر دولس زره مثمراوغیر مثمر نیالګي هم کرلي هغه وویل چې په دغه ساحه کې دسل زره  بوټو کرل په پلان کې لري نوموړي له ولسونو وغوښتل چې دکینول شوونیالګیو اوبه کولو او پالنې ته پاملرنه وکړي او دایې دګنداب سيمې د ولسونو ګډ مسؤلیت وباله.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستارمحمد وویل:«ځنګلونه زموږ دهېواد ملي شتمني ده پالنه او ساتنه یې پرموږ اوتاسو لازم اوحتمي ده ،ځکه چې ځنګلونه حیاتي ماده اکسیجن تولیدوی، چې د دې مادې څخه پرته ژوند کول ناممکن ده.»
 ددې ترڅنګ نوموړي دیادې سیمې ځنګلاتي ټولنې او دسیمې وګړې د اوبو جوړې شوې زېرمو د ساتنې، د نیالګیو اوبه کولواو پالنې په برخه کې لیکلی تعهد لیک واخیست او له دوی وغوښتل، چې تعهد لیک ته ژمن پاتې شي ښاغلي محمد دنیالګیو د اوبه کولو په برخه کې  ولسي وګړي سره یوځای، همغږي او خپل مسؤلیت ته یې متوجې کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS