د کندهار غورک کې مالدارانو ته اړینې چوپړتیاوې وړاندې کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۳۲
د کندهار غورک کې مالدارانو ته اړینې چوپړتیاوې وړاندې کېږي

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه د هالنډ کمیټي له لورې یوه میاشت مخکې د کندهار غورک ولسوالی د څارویو روغتیا او ستونزو ته پر وخت رسیدنې په موخه کلینګ جوړ شو. چې د یوې میاشتې په لړ کې یې ډېر شمېر څاروي معاینه کړي، د وقایې په موخه یې ورته واکسینونه تطبیق کړي او د یادې ولسوالی د ناروغو څارویو ستونزې یې حل کړي. 
همدارنګه د غورک ولسوالی د کرنې مسؤلینو ددې ولسوالی له مالدارانو سره د څارویو د ناروغیو، واکسینونو او ستونزو ته د حل لارې په موخه غونډې دائروي او د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي.
د سیمې مالدارن د کندهار د کرنې ریاست له کړنو خوښ دي او وایي، چې له دوی سره یې په هر برخه کې مرستې او همکاري کوي، چې په ترڅ کې یې د دوی ډېر شمېر ستونزې هوارې شوي دي.
دا په داسي حال که ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یوه میاشت وړاندې د غورک ولسوالی په ګډون د سپین بولدک، ارغستان، نیش او میوند ولسوالیو مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې په پار د څارویو روغتیایي کلینیکونه جوړ کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS