پکتیا کې د اوبو لګولو د چکډېمونو، کانال او ترینچونو جوړلو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۹:۱
پکتیا کې د اوبو لګولو د چکډېمونو، کانال او ترینچونو جوړلو چارې پیل شوې

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو امریت تر چتر لاندې، د مرکز اړوند محمد رضا خېلو، رحیم خېلو او نیازیو کلا په کلیوالي سیمو کې د "او آر ډي" همکارې مؤسسې په مرسته د باراني اوبو د کنټرول او د کرنیزو ځمکو د ښې خړوبونې لپاره د دوه چکډمونو، ۹۳۱۳ حلقو ترینچونو جوړلو او ۶۰۰ متره اوږد کانال د پاکولو چارې پیل شوې. 
دغه پروژه، چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوي لپاره پیل شوې، د ۲۰ ورځو په موده کې به درې برخې عملي کړي. د پروژې مسؤلین زیاتوي چې د چکډېمونو او ترینچونو د جوړولو ترڅنګ به کانال تر ۳۲ مترو پورې په پاخه ډول جوړېږي او چارې به یې وخت په وخت څارل کېږي.  
یاده پروژه به درې واړو برخو کې ۳۰۰ بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، او هر مزدور ته به د ۲۰ ورځو لپاره ۱۰۰ ډالر یا د هغې معادل ورکول کېږي. د سیمې خلکو د دې پروژې هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې ورته پروژې نورو لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي. د پروژې د پیل په مراسمو کې، مزدور کارانو ته د کار ځینې اړین وسایل هم و وېشل شول.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران و رئیس ایرانی کمیسیون مشترک همکاری‌های اقتصادی افغانستان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت فاریاب

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت فاریاب از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

هیئت عالی‌رتبه ایران به رهبری وزیر جهاد کشاورزی وارد کابل شد

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
به دعوت رسمی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی. . .

بازگشت به خبرها