هلمند کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۳
هلمند کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولایت د مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چترلاندې د ترویج مدیریت ګډ پلاوي په یادو سمیو کې  یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخنیوی، مالدار ته نسخې ورکول،  په خپل سر د هټيو پرانیستلو مخنیوی او د غير قانونې درمل پلورولو مخنیوی دی. 
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران و رئیس ایرانی کمیسیون مشترک همکاری‌های اقتصادی افغانستان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت فاریاب

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت فاریاب از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

هیئت عالی‌رتبه ایران به رهبری وزیر جهاد کشاورزی وارد کابل شد

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
به دعوت رسمی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی. . .

بازگشت به خبرها