د کندهار پنجوايي کې یوشمېر بڼوال وروزل شول
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سولې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د پنجوايي ولسوالی یوشمېر بڼوالو ته د بڼونو د پالنې او مدیریت په برخه کې روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه.
د چارواکو په خبره ددې روزنیزې برنامې له لارې یادو بڼوالو ته د بڼونو د ناروغیو مخنیوی، د حاصل راتول، له حاصل ټولولو وروسته فعالیتونو او د نړۍوال مارکېټ د تقضا په برخه کې اړیني لارښوونې وشوې.
د کندهار دکرنې ریاست په دې ولایت کې د بڼونو اصلاح په پار بڼوالو او بزګرانو ته روزنه ورکوي، ترڅو په دې ولایت کې معیاري بڼوالۍ ته زمینه برابره شي.