د ننګرهار کانال شرکت: عبدالخېلو بلاک کې د جوارو، میو او سویابینو کښت ښه پرمختګ کړی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۲۸
د ننګرهار کانال شرکت: عبدالخېلو بلاک کې د جوارو، میو او سویابینو کښت ښه پرمختګ کړی

۷ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلال ګروپ له لوري د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د عبدالخېلو بلاک د هډې فارم په سیمه کې د جوارو، میو او سویابینو کښت ترسره شوی، چې د کرنې مسوولینو یې له نږدې ارزونه وکړه. مسوولینو د کښت د حالت څخه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې دا کښتونه به کروندګرو ته معیاري تخمونه وړاندې کړي.
په عبدالخېلو بلاک کې د هلال ګروپ له لوري کرل شوي د جوارو، مۍو او سویابینو کښتونه، د هډې فارم سرپرست امر انجنیر قیس الله ابراهیم خېل، د مالدارۍ فارم امر انجنیر شکرالله، په ختیځ کې د هلال ګروپ سیمه‌يیز دفتر مسوول ډاکټر عبدالغفار لودین او د عبدالخېلو بلاک مدیر انجینر احمد فاتح، له لوري وکتل شول. دوی څرګنده کړه چې دغه کښتونه په ښه حالت کې دي او ډېر ژر به د کروندګرو لپاره معیاري تخمونه تولید کړي. 
هلال ګروپ په دې وروستیو کې د کرنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د اوړي د نباتاتو د تخمونو تولید ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده. دا پروژه د سیمه‌ییزو کروندګرو لپاره یو مهم ګام دی، ترڅو د کیفیت لرونکو تخمونو په مرسته کرنه پیاوړې کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها