کندهار کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له مووسسو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۳:۱۲
کندهار کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له مووسسو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

د کندهار په کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي آغاجان آخند (حاجي سالم) په مشرۍ د همکارو مووسسو سره د همغږۍ او د کرنې او مالدارۍ موخو ترلاسه کولو په موخه ناسته وشوه. په دې ناسته کې د کندهار د کرنې رییس مولوي فضل الباري فضلي، د مووسسو مسوولینو او د کابل څخه راغلي پلاوي ګډون درلود.
غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه. د کندهار د کرنې رییس مولوي فضل الباري فضلي د وزارت مرستیال له سفر او همکارو مووسسو له همکاریو مننه وکړه او له مووسسو یې وغوښتل چې د ټولنې باور وساتي، مرستې په رڼو پروسو ترسره کړي او پر اغېزمنو پروژو یې ولګوي. نوموړي د مووسسو څخه وغوښتل چې په کندهار کې د تلپاتې او اغېزناکو پروژو فعالیتونه لا زیات کړي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي آغاجان آخند (حاجي سالم) په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې په کندهار کې دې تلپاتې او متوازنې پراختیا ته پام وشي او په ټولو ولسوالیو کې دې فعالیتونه ترسره شي. هغه همدارنګه د اصلاح شویو تخمونو، نیالګیو او څارویو واکسینونو په وېش کې د وزارت معیارونو رعایتولو اهمیت یاد کړ.
د موسسو استازو خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه د وزارت له مرستیال او د کرنې رییس سره شریک کړل.
دا ناسته د همغږۍ او روڼتیا په موخه ترسره شوه، ترڅو په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې دوامداره پرمختګ یقیني شي او مووسسې د خپلو پروژو لپاره د اړینو معیارونو پلي کولو ته ژمنې پاتې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS