ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۳:۵۷
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، چې د کرنې اداري او تخنیکي پلاوي رییس مولوي محمد ولي محسن  سربېره، د  ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، ننګرهار مستوفي، استخباراتو مرستیال او کدستر مسول ګډون کړی وو.
غونډه کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او دتخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن وویل، دوی د چمتلې ښارګوټي، غلام ډاګ د تېلو پمپ، د هسکي مېني او کوټ ولسوالیو ترمنځ ځمکي په اجاره ورکولو، د تخنیکي پلاوی د لګښتونو تصفیه،بي سرپنا افغانانو لپاره د ځاي معلومولواو نورو اړونده موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
ښاغلي محسن وویل د یادو مسایلو په برخه کې جدي او لازمي پریکړې وشوې او په ځینو مواردو کې د ښارګوټو د نږدې څخه پر لیدلو ټینګار هم وشو.
دغه راز پریکړه وشوه چې د ولایت مقام له طریقه ننګرهار۲۲ ولسوالیو ولسوالان او امنیه قومندانانو ته خبر ورکړل شي؛ چې په امارتي ځمکو کې هیچاته پخپل سر د کار کولو اجازه ورنکړل شي.
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمینځه تللو مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS