د هلمند باباجي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۲۹
د هلمند باباجي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د باباجي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چترلاندې د باباجي ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د باباجی ولسوالی په مختلفو کلیو کې  یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخنیوی، مالدار ته نسخې ورکول،  په خپل سر د هټيو پرانیستلو مخنیوی او د غير قانونې درمل پلورولو مخنیوی دی. 
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها