پکتیا کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۷
پکتیا کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې د جوارو د اصلاح شویو تخمونو شرکتونو استازو له لورې د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زی د کروندې ورځ لمانځلو کې د همکارۍ  له امله د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې څخه دمننې ترڅنګ ددې ورځې پر ارزښت خبرې وکړې.
ښاغلي حلیم زی وویل، چې د پکتیا کرنې ریاست په څېړنیز مرکز کې د غلو دانو بېلابېلو ډولونو څیړنې کوي، چې ترټولو عمده برخه یې د غنمو او جوارو  د اصلاح برخه ده هغه زیاته کړه موږ هڅه کوو دغه برخه پیاوړي کړو، ترڅو وکولې شو بزګرانو ته په معیار برابر اصلاح شوي تخمونه تولید کړو.
د کرنیزو چارو آمر داصلاح شوي تخمونو خصوصي شرکتونو ته وویل، چې د اصلاح شوي تخمونو ترویج په برخه کې په پوره او اخلاص کوټلي ګامونه واخلي 
دغه راز یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د مسؤولینو څخه د اصلاح شوي تخمونو پر بزګرانو د وېش د زیاتوالې غوښتنه هم وکړه .
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسؤل عزت الله شیرزاد وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې په ټولو زونونو کې څېړنیز مرکزونه تمویل او د مورنې تخمونو په تولید کې رغنده رول لوبولې دي.
ښاغلي شیرزاد زیاته کړه، چې دوی هر کال په زیاته پیمانه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ویشې، چې د راتلونکي کښت لپاره به تردې هم زیاتو مستحقو بزګرانو ته ووېشل شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران و رئیس ایرانی کمیسیون مشترک همکاری‌های اقتصادی افغانستان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت فاریاب

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت فاریاب از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

هیئت عالی‌رتبه ایران به رهبری وزیر جهاد کشاورزی وارد کابل شد

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
به دعوت رسمی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی. . .

بازگشت به خبرها