د ننګرهار دکرنې رییس د کرنې او مالدارۍ وضعیت د ارزونې په پار دوربابا ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۱۴
د ننګرهار دکرنې رییس د کرنې او مالدارۍ وضعیت د ارزونې په پار دوربابا ولسوالی ته سفر وکړ

۲۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي  محمد ولي محسن دکرنې او مالدارۍ وضعیت ارزوني، د کرنې پراختیا او د بزګرانو د ستونزو حل په موخه دوربابا ولسوالی ته سفر وکړ.
 ددې سفر په ترڅ کې د ننګرهار د کرنې رییس د دوربابا ولسوال مولوي محمد خالد، د ولسوالی مرستیال خیر الله پاچا، ترویج مدیرانو  او قومي مشرانو سره ددې ولسوالی دبزګرانو او مالدارانو ستونزو مشخص کولو او موٍثره پروژو تطبیق کولو  په موخه ناسته وکړه.
د دوربابا ولسوال مولوي محمد خالد په دوربابا ولسوالی کې دکرنې او مالدارۍ برخه  کې خپلي ستونزې او مشکلات شریک کړل.
ولسوال وویل دوربابا ولسوالی یو عزنیزه ولسوالی ده، چې کمې ځمکې لريو خو په کافي اندازه مالداري لرو نو د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره د واکسینونو،حیواني خوراکي، نسلي وزو، خوسکیو سربېره بېرو مصنوعي ځنګلونو کرلو، اصلاح شوي تخمونو،شنو خونو او نورو اړونده برخو کې باید له کروندګرو او بزګرانو سره مرستې ووشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د یاد ولسوالی مسؤلینو، بزګرانو او ولسونو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي محسن وویل دوربابا ولسوالی یوه لرې پرته ولسوالی ده خو هڅه کوو د مالدارۍ او ځنګلونو بیا رغولو په برخه کې دلته پروژې پلي کړو .
د ننګرهار د کرنې رییس وویل د دوربابا ولسوالی ستونزې او غوښتنې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارو موسساتو سره د حل په موخه شریکوي. 
دغه راز د کرنې رییس دعشر او زکات مسؤلینو ته په کارونو کې روڼتیا، ولسونو سره د ا.ا.ا کړنلارې مطابق چلند او نیک دیانتداره عاملینو ټاکلو سپارښتنې وکړې.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها