کابل کې دڅارویود پوستکي ناروغۍپر وړاندې دواکسین پیل شو
د کابل ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې په همکارۍ د کابل په کچه د څارویو دپوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کولوکمپاین کړی دی.
په همدې موخه په کابل کې د لمپې سکين ويروسي ناروغۍ مخنیوی په موخه د واکسين دتطبيق عملي چارې پیل شوي دي.
دغه پروسه چې د «اف،اې،او» دارې په مالي همکارۍ ترسره کېږي، ددې په ګڼو ولسوالیو کې په لاره اچول شوی دی.
تر دې مهاله په دې ولایت کې سلګونه غواګاني واکسین شوي دي، چې د یاد ولایت دمالدارۍ آمر لخوا یې وخت په وخت نظارت ترسره کېږي.