کندهار کې څه دپاسه پنځه زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۱۸
کندهار کې څه دپاسه پنځه زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د کندهار له ولایت څخه پنځه زره او ۱۰ مټریک ټڼه غنم پېرل او زېرمه کېږي.
ددغو غنمو د پېرلو او زېرمه کولو په پار د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ غونډه دائره شوه، چې په کې دکرنې وزارت د استازو ترڅنګ د کندهار ولایت مقام، مستوفیت، صنعت او سوداګرۍ ریاست استازو هم ګډون درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کندهار ولایت د ولسوالیو او ناحیو له بزګرانو، شرکتونو او سوداګرو څخه پنځه زره او ۱۰ مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي.
ښاغلی فضلي وویل، چې د یادو غنمو د زېرمه کولو موخه د بزګرانو د اضافي غنمو خوندي کول، د طبیعې پیښو او وچکالیو په وړاندې د غریبو، بیوزلو او ناچارو خلکو سره مرستې او لاس نیوی ده.
په همدې حال کې د کرنې وزارت استازو د اضافي غنمو د پېر او زېرمه کولو بهیر په اړه وویل: « د کندهار دکرنې ریاست، سیلو، صنعت او سوداګرۍ، مستوفیت او د لایت مقام د استازو په شتون کې د بیې ټاکنې او تسلیم ګیرۍ کمېټې ګمارل کېږي، ترڅو ددغو غنمو د تدارکاتي، بیې ټاکنې، پېر او زېرمه کولو لړۍ پیل شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي په پام کې لري، چې په  ولایتونو کې له کروندګرو څخه اضافي غنم وپېري او په ګودامونو کې یې زېرمه کړي، ترڅو په بېړنیو حالاتو او که په بازار کې د غنمو او وړو بیه وړه شي، بېرته یې بازار ته وړاندې کړي، ترڅو د غنمو او وړو نرخونه کنټرول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS