ننګرهار کې پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو تخم وېش لړۍ پیل شوه
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هلا هډوال د کرنیزو تخمونو دتولید شرکت په همکارۍ ددې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو پر ۱۰۰ بزګرانو د سویابینو تخم وېش لړۍ پیل کړی دی.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې ددې مرستې په ترڅ کې پر هر بزګرد سویابینو پر حاصله اصلاح شوي تخم وېشل کېږي.
ددغو تخمونو د وېش موخه د سویابینو د تولیداتو زیاتوالی، د تولید د کیفیت ښه والی او په ټوله کې د بزګرانو عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.