هملند کې یوشمېر بزګران وروزل شول
۱۲ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنیزو چارو آمریت اړوند دبولان د ترویج مدیریت دبوټوساتنې کارکوونکو لخوا، مرکز لښکرګاه بولان سیمه کې بزګرو ته په عملي ډول دجوارو اونعناع د ناروغیو او افتونو دمخنیوی لارې چارې ور وښودل شوې.
په ورته وخت کې د یادې سیمې کرونده ګرو ددغه ډول روزنیزو پروامونو څخه خوښي وښوده او وې ویل، چې که سږکال یې د جوارو او نعناع دکروندو د ناروغیو او افتونو مخنیوی همداسي پر وخت وشي له یوې خوابه یې حاصلات ښه شي اوله بلې خوا به یې پر وخت بازار ته وړاندې کړي.
دیادوني وړده چي د زده کړو دغه لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځول شي.