ننګرهار کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بڼوالۍ توکي ووېشل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۹

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دمخدره توکو سره د مبارزې دفتر په مالي لګښت ۱۹۵ بڼوالو ته ۴۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړ شوي، چې اوس ورته دبڼوالۍ کڅوړې ووېشل شوې.
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ډاکار موسسې له لورې په رودات، سره رود، خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې ۱۹۵  بڼوالو ته سوداګریز بڼونه جوړ شوي؛ چې اوس ورته ۱۸ قلمه (کرنیز وسایل، درمل او کیمیاوي سرې) ورکړل شوې.
ښاغلي محسن زیاته کړه؛ څه موده وړاندې همدي بڼونو ته د څاڅکو اوبخور سیستمونه هم لګول شوي وو؛ چې ۷۰ سلنه د اوبو سپما ورسره رامنځته کېږي.
د کرنې رییس زیاته کړه په راتلونکی کې یادو بڼوالو ته دوه لمریزې تختې او سمرسیبل هم ورکول کېږي.
دغه راز  ۱۹۵ بڼوالو ته په بڼونو کې د کرنیزو عملیو، هرزه وښو مخنیوی، اوبو لګولو، سرې استعمال، حاصل ټولولو او ګڼو نورو برخو کې وخت په وخت روزنې هم ورکړل شوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران و رئیس ایرانی کمیسیون مشترک همکاری‌های اقتصادی افغانستان و. . .

بازگشت به خبرها