کندهار کې پر سلګونو مېوو لابراټواري ازمایښتونه وشوه
۷ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، څېړنیز فارم کې پر ۳۲۵ ډوله مېوو لاربراټواري ازمایښتونه ترسره شوه.
د چارواکو په خبره په دغو مېوو کې (۱۴۰) ورایتې انګور، (۱۱۰) ورایټې شفتالو او (۷۵) ورایټې آلو شامل وو، چې د اوو میاشتو په لړ کې یې ټول لابراټواري ازماښتونه پای ته ورسېدل.
دکندهار د څېړنیز فارم چارواکي وايي، چې د یادو مېوو لابراټواري ازمایښتونه د تېرکال د سلواغې په میاشت کې پیل شوې وې، چې د اوو میاشتو په لړ د یادو مېوو د بېلابېلو مرحلو لکه؛ د هر نوعې د پاڼۍ اندازه، د ګل مرحله، د مېوې اندازه، د غذایې موادو، حرارت درجه، د میوې د پخوالې موده او دې ته ورته نور ازماښتونه ترشره شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له یادو ارماښتونو وروسته به د انارو پر ۷۹ ډولونو لابراټواري ازمایښتونه هم ترسره شي.