د لغمان دکرنې رییس د بادپښ ولسوالی دکرنې ادارې له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۲۵
د لغمان دکرنې رییس د بادپښ ولسوالی دکرنې ادارې له کارکوونکو سره وکتل

۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او ورسره مل پلاوي بادپښ ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د دې ولسوالی د کرنیزوچارو،عشراوزکات او ځمکوالۍ چارو مسؤلینو او کارمندانو سره د چارو دښې همغږۍ او د دوی ستونزو او غوښتنو د اوریدو په پار ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې دبادپښ ولسوال قاري نورګل دلاور، دولسوالۍ مرستیال، امنیه قوماندان او علماوشورا مسؤلینو هم حضور درلود.
په یاده ناسته کې د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد دیادو کارکوونکو دترسره شوو فعالیتونو ارزونه وکړه او دوی ته په خطاب کې وویل: «په خپلو دندو کې یو له بل سره همغږي شئ، په وخت دندو ته حاضر او د غیرحاضري څخه ځانونه وساتئ، د ولسونو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړئ، او کارونه یې په وخت پرته له خنډ او ځنډ سره ترسره کړئ.دعشر اوزکات مسوولین دې د عشر اوزکات د راټولولو پرمهال له ولسونو سره له  نیک چلند څخه کار واخلئ».
په ورته مهال د بادپښ ولسوالی د کرنې کارکوونکو خپلې شته ستونزې او غوښتنې د کرنې له رییس سره دحل په موخه شریکې کړې، چې د ادارې د رییس له لورې دوی ته دحل ډاډ ورکړ شو.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها