د لغمان بادپښ کې د وټرنرۍ کلنیک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۵:۵۵
44


۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د بادپښ ولسوالی مالدارانو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار د وترنرۍ کلنیک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دياد کلنیک دګټې اخیستو په مراسمو کې دلغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د بادپښ مرستیال ولسوال مولوی عبدالرزاق، امنیه قومندان مولوی سمیع الله فیضاني، د علماؤ شورا مسوولینو، د هالنډ کمېټې ولایتي مسوول ډاکټر محمد بیدار، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او د سمیې قومي مشرانو او مالداران حضور درلود.
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد  وویل، چې د مالدارۍ یاد کلنیک دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې لخوا جوړ او مسؤل پارا وټرنر ته وسپارل شو.
نوموړي وويل په بادپښ ولسوالی کې ډېری غټ او واړه څاروي د څارویو د چوپړتیاوو بې برخې وو،  چې ددې کلینیک په جوړولو سره د درملو ترڅنګ واکسینونو، درملنې او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکتور کې مثبت بدلون رامنځته کېږي.
هغه زياته کړه یاد داکتر ته د هالینډ کمېټې له لورې  شپږ میاشتي د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه ورکړل شوې وه؛ چې نن ورته د کلنیک اړوند وسایل او درمل هم ورکړل شو.
د لغمان دکرنې رییس زیاته کړه دیاد کلنیک لپاره یو عراده هونډا موټر سایکل، یو پایه لمریز یخچال، مکمل لمریز سیستم، د وټرنري تخنیکي کڅوړه، لوجستیکي کڅوړه او ګڼ نور وسایل ورکړل شو،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها