ننګرهار کې لسګونو مېرمنو سره د سبو د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۳:۵۷
ننګرهار کې لسګونو مېرمنو سره د سبو د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو توکو مرسته وشوه

۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې ۲۵۰ تنو مېرمنو ته د سبو تولید او خوړو خوندیتوب په موخه دسبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د کرنیزو توکو کڅوړې وېشلي دي. 
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د اکشن اېډ مؤسسې له لورې د ننګرهار په چپرهار، رودات، خوږیاڼي، کوټ، شېرزاد، اچین، لعلپوره، مومندره، سره رود او دره نور ولسوالیو کې د سیبارډ ال پروژې له لورې جوړو شوو بڼونو کې دسبو تولید په موخه ۲۵۰ مېرمنو سره د ۹ قلمه هایبرایډ اصلاح شوي تخمونو، کرنیزو وسایلو او کیمیاوي سرو مرسته وشوه.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې د هرې مېرمنې محرم ته د تورو  بانجانو، رومیان، کاهو هایبرایډ تخمونه، کوداله، بېلچه، پنجي کش، سپینه او توره سره هم ورکړل شوه.
د اکشن اېډ سیبارډ پروژې وړاندې تردې هم د بڼوالو او بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، بنوالۍ وسایلو او نورو اړونده برخو کې مرستې کړي دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها