کاپیسا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې
۳ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۰صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د کاپیسا ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د کاپیسا ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي ددې ولایت د کرنې رییس مولوی محمدرحیم نعماني په مشرۍ د کاپیسا ولایت مرکز اړوندو سیمو ته د سفر په ترڅ کې له امارتي ځمکو څخه لیدنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي له یوشمېرهغو سیمو څخه چې امارتي ځمکې په کې غصب شوي دي هم لیدنه وکړه.