د پکتیا دکرنې رییس د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۹:۵۶
د هلمند ګرشک کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه  ۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش ۲۰صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «جک» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دګرشک ولسوالی د ۳۱۰۰کروندګرو د سروې چارې پیل شوې. دیادې پروسې په لړ کې د یادې ولسوالی ۳۱۰۰ بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي. د یادو مستحقو کروندګرو د سروې

۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو ان ډي پي) له چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو ان ډي پي)د دفتر مسؤل هارون هاند د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پروژو په اړه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل او همدا راز په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو.
 ښاغلی هاند د کرنې ریاست څخه دتېرو همکاریو په دوام د پروژو د ښه او اغېزمن پلي کېدو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې رییس په خپلو خبرو کې د ياد دفتر له استازو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د مؤسسو له مسؤلينو وغوښتل، چې خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ په پوره شفافيت سرته ورسوي، نوموړي همداراز وويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې او مالدارۍ په برخه سهولتونه هم رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS