مالدارانو ته د معیاري چوپړتیاو وړاندې کولو په پار هڅې؛ هلمند کې شپږ پاراوټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۰:۱۳
مالدارانو ته د معیاري چوپړتیاو وړاندې کولو په پار هڅې؛ هلمند کې شپږ پاراوټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه

۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره دهالینډ کمېټې له لورې د هلمند ولایت مالدارانو ته د اسانتیاوو برابرولو او د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته دزمینې برابرولو په پار شپږ پارا وټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ چارواکي وایي، چې د څارویو دغه روغتیا پالان تر شپږ میاشتنې دورې وروسته فارغ او اړوندو ولسوالیو ته د چوپړتیاو وړاندې کولو په پار لېږدول کېږي. 
د څارویو یاد روغتیاپالان د هلمند ولایت د مارجې، خانشین، سنګین، ګرشک، باباجي او مارجې ولسوالیو کې مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي، چې د فراغت سند ترڅنګ دوی ته ټول  د اړتیا وړ هغه توکي چې د یوه حیواني کلینیک لپاره اړین دي په واک کې ورکړل شوي دي، ترڅو په اړونده ولسوالیو کې ځایي مالدارانو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۴۳
Background image

به‌منظور تنظیم بهتر روند جمع‌آوری عشر و زکات و بهبود امور، نشست در ولایت بغلان برگزار شد

۱۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور تنظیم بهتر روند جمع‌آوری عشر و زکات و بهبود هرچه بهتر امور، نشستی از سوی آمریت جمع‌آوری عشر و زکات در چوکات ریاست زراعت، آبیاری و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۱۶
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق                                                                    
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د خوږیاڼو، ګوشتې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

رئیس زراعت بدخشان به ولسوالی ارغنجخواه سفر کرد

۱۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی امان‌الله حسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان به‌منظور بررسی وضعیت مدیریت خدمات زراعتی به ولسوالی ارغنجخواه این ولایت سفر کرد.
رئیس زراعت بدخشان در. . .

بازگشت به خبرها