ننګرهار کې دکار په بدل کې لسګونو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۵:۴۹
ننګرهار کې دکار په بدل کې لسګونو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نړۍوالې پراختیایي ادارې په مالي لګښت او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ «دسي بارډ ال» پروژې له لارې ددې ولایت د یوولسو چپرهار، خوږیاني، شیرزاد، کوټ، دره نور،لعلپوره، اچین، رودات، بهسود، سره رود او مومندرې ولسوالیو کې پر ۱۵۱۰ هېوادوالو ته د اتو ورځو کار زمینه برابره شوې وه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د اکشن اېډ د سي بارډ ال پروژې له لورې هر کاریګر ته د اتو ورځو کار په مقابل کې  ۳۵۲۸ افغانۍ ورکړل شوي. 
د ننګرهار دکرنې رییس وویل: «د یوولسو ولسوالیو ۳۰۲ جریبه کرنیزي ځمکې چې د تېرو سېلابونو له امله تخریب شوې وې دیادې پروژې له لارې بیا ځل لپاره ورغول شول.»
 نوموړي وویل، چې په دغه پروژه کې ۱۵۱۰  کاریګرو اته ورځې کار ترسره کړې او د ورځې ورته نږدې  څلور سوه پنځوس افغانۍ په پام کې نیول شوې وې چې نن ورته عملاً وېش ترسره شوه.
همداراز کرنې رییس د مؤسسې له مسؤلینو د مننې ترڅنګ له دوی وغوښتل دپاتې نورو ولسوالیو تخریب شویو ځمکو دابادولو لړۍ ته دې دوام ورکړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها