د ننګرهار د کرنې رییس ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړ

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۰:۴۲
د ننګرهار د کرنې رییس ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړ

د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د ولایت مقام رسنيو دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړ.
نوموړي وويل، چې د کرنيزو خدماتو په برخه کې يې  ۲۵۰۰ بزګرانو ته د کورنيو باغچو لپاره وسايل ورکړي، ۲۴ زره بزګران يې روزلي، ۵۰ زره بزګرانو ته يې اصلاح شوی تخم وېشلي، ۵۵ ټنه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره  يې پر بزګرانو وېشلي دي.
ښاغلی محسن زیاته کړه، چې د نباتي افاتو او ناروغیو مخنيوي په موخه يې جدي کار کړی، د کيمياوي سرې او درملو پلورنځي يې څارلي، دطبیعي زېرمو نه يې د مؤثرې ګټې اخيستنې په موخه ۲۵۰۰ تراسونه، ۱۶ د اوبو ذخیرې، د اوبو بندونو او ۲۵۰ کيلومتره کانالونو پاککاري او ترميم کړي دي.
هغه وويل، چې د اقليم مثبت بدلون په موخه يې جلال اباد ښار او شاوخوا سیمو کې درې سوه زره مېوه لرونکي او بې مېوې بوټي په درې لویو نیالګیو روزنځایونو کې روزلي، د ۴۰ ميليونه افغانيو په مالي لګښت يې د اوبو ذخیرې جوړې او ګټي اخیستني ته سپارلي، د ځنګلونو قطع مخنيوي او د ځنګلونو په ساحه کې يې د کانونو کېندنو مخنيوی کړی.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وايي، چې کوز کونړ ولسوالی کې يې د بيرو ۵۰ زره بوټي کينولي چې د څاڅکو اوبخور سيستم پرمټ اوبه کېږي، په بېلابېل ډوله نباتاتو يې تجربې تر سره کړي، ۱۱۰ د چرګانو فارمونه يې جوړ کړي، حيواني غذا جوړولو دوه ميليونه هم جوړ شوي دي.
ښاغلي محسن وويل، چې ۵۰ زره مالدارانو ته يې د روغتيا ساتنې او وقایې په موخه پوهاوی ورکړی، ۱۰۰ زره حیواناتو ته یې واکسینونه تطبيق کړي ۱۷۰ زره حیواناتو درملنه شوې.
د ننګرهار د کرنې رییس زياته کړه، چې د املاکي څېړنو اړوند ۲۱۰ دوسيې عدلیې او قضایي ادارو  سره د وروستيو اجراتو په موخه شريکې کړي دي.
د کرنې رییس دغه راز وويل، چې راتلونکې لپاره يې د کرنيزو خدمتونو، طبیعي زېرمو نه د مؤثره ګټې اخیستنې، پر نباتاتو د تجربو، د مالدارانو روزنې او حيواني روغتيا، حيواني روغتيايي کلينيکو سره د وسايلو مرستې، د کرنيزو تخمونو تصديق ورکونې، د ځمکو تخنيکي ارزونې، غصب مخنيوي او نورو برخو کې کلني پلان جوړ کړی، چې په تطبيق کې به يې لازم اجرات تر سره شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها