د عشر او زکات ټولولو لوی رییس دفراه ولایت د یوشمېر ولسوالیو له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۳:۱۸
د عشر او زکات ټولولو لوی رییس دفراه ولایت د یوشمېر ولسوالیو له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام د عشر او زکات راټولولو په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ د ترلاسه کولو په موخه فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د پشت رود، بالابلوک او فراه رود ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قومندانانو، قومي مشرانو سره په کتنه کې د عشر او زکات ټولولو په پرخه کې د ستونزو او ننګونو پر هوارولو خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام د یادو ولسوالیو له قومي مشرانو او سیمه ییزو چارواکو څخه وغښتل، چې د عشر او زکات د راټولولو په برخه کې دې د دې ریاست له سیمه ییزو کارکوونکو سره مرستې او همکاري وکړي.
په همدې حال کې، یادو چارواکو او قومي مشرانو دکرنې وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام ته په یاده برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کرنې وزارت د عشر او زکات ټولولو لوی رييس د کرنې وزير مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د دغه رياست د کارکوونکو د يوه پلاوي په مشرۍ فراه ولايت ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS