ننګرهار کې بڼوالوته په سړو خونو کې دمحصولاتو ساتنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۳:۴۲
ننګرهار کې بڼوالوته په سړو خونو کې دمحصولاتو ساتنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه 

۳۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي لګښت د ننګرهار او لغمان ولایتونو 25 تنو بڼوالو ته په ننګرهار کې دمحصولاتو ساتنې، درجه بندۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل څو کاله وړاندې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لارې په ننګرهار کې د سبو او مېوو ساتنې سړې خونې جوړې شوي وې، ترڅو بزګران او بڼوال پکي خپل تولید کړي محصولات د اصولو له مخې وساتي.
ښاغلي محسن زیاته کړه بزګرانو او بڼوالو ته ددې روزنې ورکولو موخه داده، ترڅو بزګران پوه شي، چې د محصولاتو  تولید په وخت کې خپل محصولات څنګه اوچیرته وساتي.
نوموړې وویل، چې د ننګرهار د لسو ولسوالیو چپرهار، خوږیاڼي، شېرزاد، کوټ، اچین، لعلپوره، مومندره، دره نور، رودات او سره رود ترڅنګ دلغمان ولایت دقرغیو او مهترلام څخه 25 تنو بڼوالو ته د محصولاتو راټولولو، ساتنې، پروسس، درجه بندۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS