هلمند کې زرو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۴:۲۱
هلمند کې زرو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شوه 

۲۶چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، د  بشري خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ مرکز لښکرګاه کې زرو تنو مالدارانو سره د حیواني توکو د مرستې لړۍ پیل شوه.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یادو مالدارانو ته د څارویو حیواني خوراکي توکو او د حیواني ناروغیو مخنیوی په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده چې په تعقیب یې یادو مالدارانو سره د اړینو توکیو مرسته هم ترسره کېږي.
ددغو مرستو په لړ کې هر یوه تن ته د شېدو یو عدد سطل، د شېدو د ساتلو ډبه، د شېدو لوټه، د شېدو فلتر او د څارویو د تقویې لپاره منرالي خښتې وېشل کېږي.
د یادولو وړ ده چې د مستحقو کورنیو د سروې لړۍ د یو ګډ پلاوي لخوا مخکې  ترسره شوې ده.
د هلمند کې د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو ددوی په کرنیز او مالدارۍ اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS