د اروزګان مرکز کې د چرګانو فارمونو څخه څارنه وشوه
![د اروزګان مرکز کې د چرګانو فارمونو څخه څارنه وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-04_at_10.07.56_5f4e4511.jpg)
۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د اروزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست فني او مسلکي کارکوونکو له خوا د چرګانو روزلو فارمونو او د څارویو د وړیو کاروباریانو له مراکزو او هټیو څخه لیدنه او ارزونه وشوه.
دیادو لیدنو په ترڅ کې د چرګانو فارم لرونکو ته د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی او همدارنګه لسګونو کسانو ته د څارویو د وړيو راټولولو او سرت بندۍ په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په ورته مهال دچرګانو روزونکو او د څارویو د وړیو کاروباریانو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي څرګند او راتلونکي کې یې هم د هلمند د کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.