د پکتیکا مرکز کې یوشمېر نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه
![د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز یو شمېر نباتي درملتونونه وڅارل شول.](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/222_0.jpg)
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز یو شمېر نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پېر او پلور څخه ډډه او د درملتونونو پاکوالي ته پاملرنه وکړي.
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یوشمېر تاریخ تېر درمل راټول شوي دي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور مخه ونیول شي، په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانیستلو او د غير قانونې درملو مخنيوي وشي