بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ علیشنګ ته د لغمان دکرنې رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۹:۴۴
بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ علیشنګ ته د لغمان دکرنې رییس سفر

۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد علیشنګ ولسوالی ته په داسې حال کې سفر وکړ چې د یاد ریاست د کرنیزوچارو امر انجینر بریالي همدرد،دطبیعي زېرمو امر اصحاب الدین حلیمي او د عشر او زکات د راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام یې ملتیا کوله.
د دې سفر په ترڅ کې دلغمان د کرنې رییس د کرنیزو چارو مدیریت، عشراوزکات، ځمکوالۍ چارو مدیریتونو له کارکوونکو، کروندګرو او مالدارانو سره جلاجلا ناستې وکړې.
 دلغمان دکرنې رییس ددې ولسوالی د کرنې له کارکوونکو سره په کتنه کې له دوی څخه وغوښتل، چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي: «دکروندګرو، مالدارانو او عام ولسونو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړئ، خپلې چارې په همغږۍ ترسره، متوازن خدمات ولسونو ته وړاندې کړئ.»
 دغه راز د لغمان دکرنې رییس د یاد ولسوالی د کرنې ادارې کارکوونکي خپلو دندو ته متوجي کړل، د دوی ستونزې واوریدې او دوی ته یې د ستونزو  په اړه دحل ډاډ ورکړ.
همداراز د یاد سفر په ترڅ کې د لغمان  دکرنې رییس له کروندګرو او مالدارانو سره ولیدل او د دوی ستونزې له نږدې واوریدې او دوی ته یې د هراړخیزې همکاریو ډاډ ورکړ. 
په ورته مهال کروندګرو او مالدارانو له کرنې رییس څخه مننه وکړه، چې علیشنګ ولسوالی ته یې سفر کړی او د دوی ستونزې یې له نږدې واوریدې.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها