کندهار کې د چرګانو روزنې فارمونو او شرکتونو ستونزو ته د رسېدنې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۱:۳۴
5656

د کندهاردکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ددې ولایت د چرګانو روزنې فارمونو او دکرنې او مالدارۍ سکټور په برخه کې د فعالو شرکتونو ستونزو ته د رسېدنې په پار د همغږۍ غونډه دائره کړه.
دغه غونډه، چې د کندهار دکرنې ریاست دکرنیزو چارو آمر الحاج مولوی شمس الرحمن موسی په مشرۍ دائره شوې وه په کې، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حاجي محمد حامد، د چرګانو روزنې فارمونو او شرکتونو استازو ګډون درلود. 
د غونډې په پیل کې د کندهار دکرنې ریاست دکرنیزو چارو آمر الحاج مولوی شمس الرحمن موسی وویل: «د افغانستان اقتصاد تر ډېره په کرنه او مالدارۍ ولاړه ده، باید یادو برخو ته ډېره پاملرنه او کار ووشي او د کندهار ولایت باید د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر ځان بسیاشي.»
په همدې حال کې د کندهار ولایت د چرګانو روزنې یوشمېر نورو فارم لرونکو خپلې ستونزې او غوښتنې دکندهار دکرنې ریاست له چارواکو سره شریکې کړې، چې د کندهار ریاست دکرنیزو چارو آمر د دوی ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې او دوی ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها