د ختیځ لبنیاتو فابریکې شته ستونزو حل په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۰:۳۶
د ختیځ لبنیاتو فابریکې شته ستونزو حل په موخه ناسته ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ختیځ لبنیاتو فابریکه کې د شته ستونزو حل په موخه د کرنې وزارت مسلکي مرستیالۍ سلاءکار مولوي طالب جان ذکي په مشرۍ راغلي پلاوي او د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ختیځ لبنیاتو کوپراتیفونو مسؤلینو سره ناسته وکړه.
د دې غونډې په ترڅ کې، د ټولنې چارواکو او د ولسوالیو کوپراتیفونو استازو دخپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې او دغه راز د تولیداتو، بازارموندنې، کوپراتیفونو ثبت، شېدو راټولولو او نورو برخو کې خپلې ستونزې او ننګونې شریکې کړې. 
په همدې حال کې دکرنې وزارت د مسلکي مرستیالۍ سلاءکار مولوي طالب جان ذکي د ختیځ لبنیاتو مسؤلینو ته د کوپراتیفونو ثبت، کړنلارې او ټولنې جوړولو په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړی د چارواکو ټولنې ته وویل، چې د ختیځ لبنیاتو ستونزې او مشکلات به د کرنې وزارت مقام سره د حل په موخه شریکې او د شته ستونزو او ننګونو هوارولو په پار هلې ځلې کوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها