د ننګرهار پچیراګام کې سلګونو مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۹:۱۸
د ننګرهار پچیراګام کې سلګونو مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پچیراګام ولسوالی پر ۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، د شفتلې تخم او منرال خښتې وېشلي دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدار ته د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه متراکم خوراکي توکي، درې کیلو د شفتلې تخم او ۱۰ کیلوګرامه منرال خښتې ورکړل شوي دي.
د څارویو د خوراکي توکو، منرال خښتو او شفتلې تخم د وېش موخه په ننګرهار کې د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او دکورنیو خوړو خوندیتوب دی.
باید وویل شي، چې وړاندې تردې هم د اکشن اېډ مؤسسه د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې زرګونه مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي وېشل شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS