هلمند کې د غنمو کفشک حشرې او نورو نباتي ناروغیو د مخنیوي چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۲۰
هلمند کې د غنمو کفشک حشرې او نورو نباتي ناروغیو د مخنیوي چارې پیل شوې

دهلمند نادعلي ولسوالی کې د کرنې ادارې اړوند بوټو ساتنې مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د غنمو د کفشک حشرې او نورو نباتي ناروغیو او افاتو میخانیکي مخنیوي کمپاین پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې زرګونه هکټاره د غنمو کروندې له یادې حشرې څخه پاکې شوې.
د غنمو د وږي په مرحله کې د كفشك حشره د غنمو له شيرې، پاڼو، تنې او دانې څخه تغذيه كوي، او پر همدې وخت  دا حشره د غنمو دانو ته زهري مواد داخلوي، چې له مخې یې د غنمو کیفیت او کمیت خرابېږي. 
د کرنې ریاست د پلان له مخې به د یادې حشرې د مخنیوۍ میخانیکي کمپاین دهلمند مرکزي سیمو ترڅنګ په ګڼو ولسوالیو کې په لاره واچول شي، ترڅو د کرونده کرو دغنمو کښتونه دنوموړي آفت څخه خلاص او د باکیفیته حاصلاتو لرونکی وي.
ددې تر څنګ د یوشمېر نباتي ناروغیو او افاتو نمونې به له ولسوالیو څخه مرکز لښکرګاه ته په دې موخه انتقال شي، چې دلته ورباندې لابراتواري ازموینه او تجربې ترسره شي، ناروغۍ او افاتونه یې تشخیص او په مقابل کې به یې کرونده ګرو ته لازمې سپارښتنې او عملي روزنې ورکړل شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها