د خوست دوو ولسوالیو کې پر یوشمېر مالدارانو حیواني درمل ووېشل شو
![د خوست دوو ولسوالیو کې پر یوشمېر مالدارانو حیواني درمل ووېشل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-07_at_09.50.59_aa8edf0b.jpg)
١۸ غویی ۱۴۰۳ه.ش
٢۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ پر یوشمېر مالدارانو حیواني درمل وېشلي دي.
د چارواکو په خبره د یادو ولسوالیو پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د بېلابېلو ناروغیو د درملنې او مخنیوي په پار ډول ډول درمل وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.