خوست کې د چرګانو فارم لرونکو سره مرسته وشوه
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ادا» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د علیشیر او تریزیو ولسوالۍ اړوند د اقدامو او هارونخېلو کلیو کې د چرګانو فارم لرونکو سره د نغدې پیسې مرسته وکړه.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې د دیادو کلیو پر ۶۰ فارم لرونکو پر هر یوه ۶۴۰۰ افغانۍ نغدې پیسې وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د چرګانو فارم لرونکو ملاتړ او په ټوله کې د چرګانو روزنې صنعت ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.