د ننګرهار دکرنې ریاست: سږکال به د زردالو حاصلات نږدې ۹ زره ټنو ته ورسېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۳۱
پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ قومي مشرانو سره ناسته وشوه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش ۲۳ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید ددې ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په موخه د هلوځلو په دوام د ځاځي اریوب ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو سره دځنګلونو د قطع مخنیوي په موخه ناسته وکړه، چې په ترڅ کې یې یادو مشرانو د خپلې سیمې ستونزې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره شریکې کړې. ددې ناستې په ترڅ کې د پکتیا دکرنې رییس په خپلو خبرو کې وويل، چې د ځنګلونو ساتنه

د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست وایي، چې د همکارو پروژو له لورې ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې په څه باندې دوه زره او ۵۸۲ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوی دي، چې د اټکل له مخې به نږدې ۹ زره ټنه حاصلات ورکړي.
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې ددې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې په  ۲۵۸۲.۵ جریبه ځمکو د شفتالانو بڼونه جوړ شوي، چې د اټکل له مخې به ترې سږ کال ۸ زره او ۹۶۴ مټریک ټنه حاصلات تر لاسه او له امله به یې شاوخوا درې زره کسانو ته په مستقیم او غېرې مستقیم ډول کاري فرصت هم برابر شي.
تېر کال په ننګرهار کې ۷ زره او ۷۹۴ مټریک ټنه د شفتالو حاصلات تر لاسه شوي وو چې سږ کال یو شمېر نور بڼونه هم په حاصل راغلې ، دناروغیو څخه ژغورنې او ورته  ښې پاملرنې له امله یې حاصلات څه کم ۹ زره ټنه اټکل شوي.
په ننګرهار کې د شلیل، ایرلي ګرینډ، فلاوایټ او فلا ګولډ ډوله شفتالان کرل شوي، چې د شلیل او ایرلي ګرینډ ډول  یې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کیږي.
 د ننګرهار  بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، شېرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور،کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د شفتالانو بڼونه  جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS