میدان وردګو کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته غواوې ورکول کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۲۴
میدان وردګو کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته غواوې ورکول کېږي

۹ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دمیدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې ددې ولایت په ۱۵ بېوزله او اړمنو کورنیو غواوې او د مالدارۍ اړونده توکو وېشلو په پار سروې ترسره شوې ده.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په یاد ولایت کې د غواګانو د وېش په پار سروې شوې، چې د سروې له مخې د۱۵ اړمنو کورنیو داقتصادي ودې په پار دوی ته غواوې او د مالدارۍ اړونده توکي ورکول کېږي.
دغه غواوې هغو مېرمنو ته ورکول کېږي، چې اقتصادي ستونزې یې زیاتې وې او دکورنۍ سرپرستان ونه لري.
ددغو غواوو او توکو په ورکړې سره به د یادو مېرمنو اقتصادي ستونزې هوارې شي او د نورو له احتیاج څخه به خلاصې او همدارنګه د حیواني محصلاتو بازار به هم ګرم شي .
ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS