د هېواد د شمالي ولايتونو د څړځايونو د تثبيت او د ستونزو د حل په موخه غونډه دائره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۵۳
د هېواد د شمالي ولايتونو د څړځايونو د تثبيت او د ستونزو د حل په موخه غونډه دائره شوه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د طبيعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خليل، د استملاک او بيا مېشتدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د کدستر رییس مولوي سيد عبدالواحد هارون، د تصفيې رییس ملا ضياء الحق ضياء، د څړځايونو د تنظیم رییس سيد احمد خالد صاحبزاده، د اراضۍ ادارې تخنيکي او حقوقي څانګو سلاکارانو او يو شمېر کارکوونکو په شتون کې، د هېواد د شمالي ولايتونو د څړځايونو د تثبيت او د ستونزو د حل په موخه غونډه دائره شوه. 
په پيل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبيعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د کميسيون څخه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د تثبت او په ياده موضوع باندې د خلکو د ستونزو د حل په موخه د اراضۍ او طبیعي سرچینو لوی رياستونو ته وړاندېزونه شوي چې په کې د هرې مرعي ځمکو سکېج، کروکي او څلور اړخه حدود معلومول،د هرې مرعي ځمکې کچه معلومول، د هرې مرعي ځمکې خپل اصلي حالت کې د پاتې کېدو کچه څرګنده ول،  د هرې مرعي ځمکې مزروعي کچه معلومول،په هره مرعي ځمکه کې د کرنې کيفيت په ډاګه کول، په هره مرعي ځمکه کې د هستوګنېزو کورونو شمېر او کچه معلومول، د هستوګنيزو تصرفاتو څخه پرته د نورو تصرفاتو اندازه او کيفيت په ډاګه کول او کمیسیون ته د يادو موضوعاتو راپور استول شامل دي.
ښاغلي خلیل زیاته کړه، د عدليې وزارت د وړانديزونو د تحقق په موخه او په شمالي ولايتونو کې د څړځايونو د تثبت او د خلکو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د طبيعي سرچینو لوی رياست او د څړځايونو د تنظیم رياست په ګډه يوه کړنلاره ترتيب کړې، چې پنځه فصلونه او دوڅلوېښت مادې لري.
ورپسې د څړځايونو د تنظیم رياست د انجمنونو د جوړولو مسؤل سید عباس قريشي د يادې کړنلارې د موضوعاتو په هکله په مفصله توګه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي قريشي د اراضۍ ریاست مسؤلینو او سلاکارانو څخه وغوښتل، چې په جوړه شوې کړنلاره کې خپل نظرونه او ړاندیزونه شریک کړي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم او د دغه ادارې سلاکارانو په خپل وار د يادې جوړه شوې کړنلارې د لاښه والي په پار خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل.
نوموړو همدارنګه د ځمکوالۍ په برخه کې په بېلابېلو موضوعاتو لکه د شخصي او امارتي ځمکو د تفکيک، عامه او خاصه مرعي ځمکو د حدودو او په ځمکو کې د غیر مسؤلو اشخاصو د تصرف او نورو مواردو په هکله هم خبرې وکړې.
د يادونې ده، چې د يادو څړځايونو د تثبيت په موخه څو ورځې مخکې يو ټيم شمالي ولايتونو ته سفر کړی وو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS