ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو تېل سږنۍ تولید نږدې ۱۹۰ زره لیټره اټکل شوی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۱:۰
ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو تېل سږنۍ تولید نږدې ۱۹۰ زره لیټره اټکل شوی

۲ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست اړوند د زیتونو بڼونو حاصلاتو څخه به سږ کال ۱۸۹ زره لیټره د زیتونو تېل تولید شي، چې د تېر کال په پرتله څلور برابره زیاتوالی ښیي.
 د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې تېر کال ددې شرکت اړوند د زیتونو حاصلاتو څخه ۴۱ زره لیټره د زیتونو تېل او ۱۲ ټنه د زیتونو اچار تولید شوې وه، خو سږکال به له دغو زیتونو دانو څخه ۱۸۹ زره لیټره د زیتونو سوچه او خالص تېل او ترڅنګ یې۳۰ ټنه د زیتونو اچار تولید شي.
د اچارو او تېلو تولید هم د ننګرهار زیتونو فابریکه کې کېږي. د ننګرهار د کانال شرکت اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ وو چې د دغو بڼونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوي او اوس یې یوازې ۱۷۲۰ هکټاره بڼونه زیتون ورکوي او ۱۳۸۰ هکټاره بڼونه یې له‌منځه تللي دي.
د ننګرهار کانال شرکت پلان لري، چې ننګرهار کې پر لسګونه هکټاره ځمکه د زیتونو تازه بڼونه جوړ کړي.
د زیتونو دغو بڼونو کې ګڼ شمېر کسانو ته کاري موکې هم برابرې شوې دي.
د ننګرهار کانال شرکت د چارواکو په خبره، که د زیتونو بڼونو ته پام زیات شي او ولسي خلک همکاري وکړي، نو دا حاصلات څو برابره لا زیاتېدای شي.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS