ننګرهار کې ۱۵۰ فارم لرونکو ته د کمپوست جوړولو توکي او روزنه ورکړل شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۲
ننګرهار کې ۱۵۰ فارم لرونکو ته د کمپوست جوړولو توکي او روزنه ورکړل شوه 

د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان د ځنځیري ارزښت پروګرام له لورې په ۱۲ ولسوالیو کې ۱۵۰ تنو فارم لروونکو ته د کمپوست جوړولو توکي، مواد او روزنه ورکړل شوې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د افغانستان د ځنځیري ارزښت پروژي له لورې دمرکزپه ګډون  کامه، کوزکونړ، بهسود، چپرهار، خوږیاڼو، رودات، بټي کوټ، شېرزاد، شینوار، هسکه مېنه او غني خېل ولسوالیو کې  ۱۵۰ تنو ( چرګانو او غواګانو) فارم لروونکو ته د کمپوست جوړولو توکي، مواد او روزنه ورکړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه هر فارم لروونکي ته لاسي کراچې، بیلچه، پنجي کش،محافظتي جامې،ربړي موزې، دستکش،  عینکې، ماسک، ښاخۍ دوه پوړیزه پلاستیک، یوریا سره، اب پاش او پي وي سي پایپ ورکړل شو.
ښاغلي محمد وویل یادو فارم لرونکو ته د چرګانو او غواګانو فضوله موادو څخه د کمپوست جوړولو په برخه کې دوه ورځنۍ عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده.
د یاد پروګرام موخه د حیواناتو د فضله موادو څخه بڼوالۍ او ښو کرنیزو حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره د عضوي سرې برابرولو ترڅنګ د چاپېریال ککړتیا مخنیوی دی.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها