ننګرهار کې د بڼوالۍ پراختیا او ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۱۵
ننګرهار کې د بڼوالۍ پراختیا او ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته وشوه 

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د احصایي او معلوماتو د تنظیم امر قاري سیلاب زکریا او دکرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري د اکشن اېډ مؤسسې له چارواکو سره د بڼوالۍ پراختیا، ستونزو او راتلونکی کې د ستروسو ترڅنګ د نورو باارزښته بوټو بڼوالۍ ترسره کولو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د اکشن اېډ مؤسسې د کرنې د ودې، کلیو پراختیا، حلالو فصلونو او معشیت ته د لاسرسي  پروژې  مسؤل انجينر روح الله درویش وویل، داکشن اېډ مؤسسه د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې د سلګونه جریبه بڼوالۍ د ترسره کولو هوډ لري.
نوموړي وویل دوی د ستروسو ترڅنګ په هغو ولسوالیو کې چې نور با ارزښته بوټي ښه نتیجه ورکوي بڼوالو ته بڼوالي ترسره کوي.
ښاغلي درویش د کرنې ریاست مسولینو څخه د ولسوالیو په کچه محیطي شرایطو ته په کتو د ښو او غورو ورایټیو د معرفي کولو، بنوالو انتخاب او اړونده نورو برخو کې د همکارۍ غوښته وکړه. 
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د احصایې او معلوماتو د تنظیم امر قاري سیلاب زکریا د یادې مؤسسې مسولینو څخه د شفتالو،آلوچو، زردالو او سرو املوکو د بڼوالۍ ترسره کولو وړاندیز ترڅنګ يي پدې برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS