هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۲۳
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

۶ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۱۰۳ مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
د هلمند د تخنیکی پلاوي په دې غونډه کې د اجنډا له مخې لومړی په مرکز لښکرګاه کې د غازي ایوب خان مینې، سردارګل محمدخان مینې او بولان عمري منډویي د نسبتي دوسیې اوراق او راغلي پوښتنلیکونه مطالعه او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
ددې ترڅنګ د یادې ناستې پر مهال لښکرګاه ښار کې  د سولې څلور لارې ته څېرمه د څلورو سوداګریزو مارکېټونو، د پي،آر،ټي د سیمې د ځمکې، د ګوهر ګین فارم د بشپړ شویو اسنادو او نورو برخو په اړه ترتیب شوي اسناد او سوابق و ارزول شول او په بېلابېلو برخو کې ورباندې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.
په یاده غونډه کې همدارنګه د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی کمیسون لخوا تخنیکي پلاوي ته راغلي درې موضوعات د پوهاوی په موخه د ګډونوالو لخوا  مطالعه شول، چې ورباندې د لازمو کړنو پرېکړه وشوه.
وروستیو کې تخنیکي پلاوي لخوا د ریاست عمومي او نوي عمري تجارتي او ساختماني شرکت ترمنځ هلمند کې د نوې هوکړې پر څرنګوالي خبرې وشوې، چې په دې اړه به نورې د اړتیا وړ او لازمې کړنې په اصولي ډول ترسره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS