د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون څلورو ولسوالیو کې د سلګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۴:۵۵
د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون څلورو ولسوالیو کې د سلګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه


۲۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام ددې ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون مارجې، نهرسراج، ګرمسېر او  نوزاد ولسوالیو کې د شاخوا ٣٠٠٠ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده. 
د یاد کمپاین په ترڅ کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ترویج عمومي مدیر قاري مسلم او امنیتي مسؤلینو په همکارۍ د پاسپورت آمریت شاته هدیرې په سیمه کې یو شمېر کسانونو غوښتل دوکانونه جوړ کړي، همدارنګه د شپږمې حوزې اړوند کاریز سیمه کې هم غاصبینو غوښتل چې امارتي ملکیتونه غصب او په تجارتي بڼه یې واړوي او یاهم یاده ځمکه کرنې ته چمتو کړي، چې پر وخت یې د غصب مخنیوی شوی دی.
دغصب مخنیوی د پروسې په لړ کې د ګرمسېر ولسوالی ډېرو سیمه کې،  نوزاد ولسوالی مات پله ته څېرمه، نهرسراج ولسوالی د کڅو په سیمه کې د مارجې ولسوالی سیستاني، مېله بازار، قاسم بازار او تریخ ناور سیمو کې نږدې ٣٠٠٠ جریبه امارتي ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی .
د یادولو وړ ده، چې د یا کمپاین پر مهال نږدې ١٢ تنه غاصبین او یو شمېر توکي او وسایط هم نیول شوي دي، چې اړونده عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS